خبرونه

نیټه: د ۲۰۲۰ کال د جولای ۱۳

ځای:زوم

وخت:د کابل په وخت د سهار له  ۱۲:۰۰-۱۰:۰۰بجو

د ۲۰۲۰ کال د فبروري په ۲۹ ، امریکا متحده ایالاتو او طالبانو “په افغانستان کې د سولې د لاسته راوړلو لپاره” یو تړون لاسلیک کړ. دغه هوکړه لیک په متفقه توګه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا لخوا د ۲۰۲۰  کال د مارچ په  ۱۰د۲۵۱۳  پریکړه لیک له لارې  تصویب شو.

د ملګرو ملتونود ۲۵۱۳ پریکړه لیک له مخې “… یوازی د افغانانو ترمشرۍ او مالکیت لاندې یوې پروسې سره او د خبرو اترو له لارې  کیدای شي تلپاتې سوله په یوه ټول شموله سیاسی تړون بدل شي.پریکړه لیک بیاهم تأکید کوي”… هرډول سیاسي تړون باید د ښځو، ځوانانو او لږکیو په شمول د ټولو افغانانو حقونه خوندي او دوامداره سولې او هوساینې ته رسیدو لپاره د افغانانو قوي علاقې او تمایل ته درناوی وکړي.

د نړیوالو کلیدي فعالینو،مدني ټولنې او افغان حکومت چارواکو لخوا په تیرو بیانونو کې ورته نظرونه څرګند شوي. په افغانستان کې د سولې په اړه ټول بیانونه او نظرونه روښانه دي چې د سولې پروسه څو اړخیزه ، څو سطحي او پیچلې ده  او په بیلابیلو جبهو کې هم مهاله (همزمانه)هڅو ته اړتیا لري.

د متحده ایالاتو حکومت او طالبانو تر منځ د ټولنې په بیلابیلو برخو کې د خبرو اترو تړون د شرایطو په اړه جدي اندیښنې شتون لري ، په ځانګړي توګه د ښځو، د ځوانانو پراخه  ډلې او قومي او مذهبي لږکیو تر منځ. همدارنګه د شریعت مطابق مبهمه نوي اساسي قانون په اړه  هم اندیښنې شتون لري ، کوم چې د طالبانو له اصلي غوښتنو څخه شمیرل کیږي.

د سولې په پروسه کې د منځګړیو / یا خبرو اترو کوونکو په توګه د ښځو برخه اخیستل اوګډون – د ښځې،سوله او امنیت په اړه د امنیت شورا ۱۳۲۵ پریکړه لیک او ورپسې نورو پریکړه لیکونو ته د افغانستان د ژمنو مطابق –  تر نن ورځې له خبرو اترو ناڅرګنده (غایبه)دی. یوازې د ۲۰۱۹ کال پسرلي کې د مسکو خبرواترو په ترڅ کې د مدنې ټولنې او افغانستان ته د ځینو مرسته کوونکو له اعتراض سره، په روانو خبرواترو کې د ښځو شاملولو لپاره ګامونه اخیستل شوي.که څه هم لږترلږه او یوازې د ښځو د حقونو په اړه د بحث کولو هدف سره.

له نیمګړتیاو سره سره، طالبانو سره احتمالی سولې ته ټول خوشبین و ورنه هرکلی یی کړي. د سولې او پخلاینې پلان په اړه د افغانانو تر منځ خبرې اترې یو فرصت برابروي ، په ځانګړي توګه د ښځو او مدني ټولنې سازمانونو ته،چې د تلپاتې سولې لپاره خپل شرایط بیان کړي. دا بیانونه باید د عادی ښاریانو هیلو، اندیښنو او اکثرو ضرورتونو درک کولو په اساس او په آزاده توګه  له فشار او تعصب نه پرته بیان شي.

د دې ښکاره خبرو اترو فرضیه (تلواله) دا ده چې د طالبانو او حکومت ترمینځ وسله واله جګړه د نړیوال نظامي ځواک په ملاتړ سره “دوه اړخیزه زیان رسیدونکي کړکیچ” ته رسیدلې،چې دې اوږدې او تیتې جګړې کې ښکیل هیڅ لوری نشي کولی بریالی شي. د “دوه اړخیزه زیان رسیدونکي کړکیچ” پایله د دواړو خواو د ډیرو نظامیانو مرګ ژوبله ، د ملکي تلفاتو زیاتوالی ، او د پراخه ټولنې لپاره عمومي ناامیدي او بد بختی کیژي.

دا پرانستې خبرې د فشار او تبعیض پرته د سولې په اړه خبرو او سولې لپاره د روانو او ورستیو هڅو دوام لپاره فرصت چمتو کوي. دا خلاصې خبرې د تلپاتې سولې په چوکاټ کې تنظیم شوي چې د عامه پالیسیو لپاره د عدالت غوښتنې ملي کمیټې (NAC-PP) او د افغانستان د عامه څیړنو موسسې(APPRO) لخوا، د نړۍ د بیلابیلوځایونو د سولې د پروسو په اساس د سولې لپاره د یوه نقش د انکشاف لپاره د وسیلې په توګه د مدني ټولنې په محوریت او نوښت انکشاف ورکړل شوی.

د دې خبرو قالب یو پریزنتیشن دی د خلاصو خبرو او پانل بحث معیارونو تنظیم لپاره چې وروسته له هغه ترسره کیژي. په چوکاټ پورې اړوند عناصرو روښانه کولو لپاره د یوې وسیلې په توګه په دی پروګرام او مخکنیو پروګرامونو کې د ترسره شویو بحثونو په اساس اعلامیه او سولې لپاره د لارې نقشه به ترتیب شي.

دا محترم شخصیتونه د دې پروګرام وینا کوونکي دي:

  • میرمن نرگس نهان – د کانونو او پټرولیم پخوانی وزیره ، د سولې او ډیموکراسۍ لپاره د برابری موسسي بنسټ ایښودونکی
  • میرمن لیلما ناصری – د افغانستان عدالت موسسي مرستیاله او مدنی فعاله
  • ډاکتر سیما سمر – د افغانستان د بشر حقونو او نړیوالو اړیکو وزیره او د ملګرو ملتونو د منځګړیتوب په برخه کې دمشورتي بورد غړې
  • داکتر تیمور شاران- د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه اداری د پالیسۍ او مسلک پخوانی معین او خپلواک شنونکی
  • داکتر سعید پرتوـ د افغانستان د عامه څیړنو موسسې د څیړنو ریس
  • وړاندی کونکی: ښاغلی احمد شهیر انیل – د افغانستان د عامه څیړنو موسسې اجرایوی ریس

مهرباني وکړئ د ۲۰۲۰ کال جولای تر۱۲  پورې له لاندې لینک څخه راجسټر شئ:

https://zoom.us/meeting/register/tJAvduCqqTooGNaUXbs3g4Tir6Rn0I7y4lkY

د نورو معلوماتو لپاره ، دي شمیرې ۰۷۰۲۱۶۷۵۳۳ سره اړیکه ټینګه کړئ.