خبرونه

نیټه: ۲۰۲۱ کال، د جنوری ۱۳

وخت: (د کابل په وخت) ۲:۰۰۳:۳۰

ځای: زوم 

زمینه او بنسټ

په هره برخه کې د سولې تړون پایښت ترډیره حده د ټول شموله سولې په کارکردګی پورې تړاو او پراخه ډله ایز تړون دعمومي هوساینې لپاره د اوسني وضعیت بدلون کې ده.

د افغانستان سولې په اوسني پروسه کې ، مدني ټولنه له سیاسي بهیر څخه بې برخې ده ، د ملي یا نړیوالو برخه والو یا ستکهولدرز لخوا د سولې پروسې رهبري کولو لپاره هیڅ ستراتیژیک لورئ شتون نلري؛ او افغانستان  لپاره د عمومي هوساینې منعکس کوونکې هیڅ آجنډا نشته. پرته د ملي او بین المللي فعالانو له بیانونو د ۲۰۰۱  کال وروسته د ښځو حقونو او بشري حقونو او لاسته راوړنو د خوندي ساتنې اړتیا په اړه او د طالبانو ادعا چې له سولې وروسته رژیم باید د اسلامي اصولو پر بنسټ وي.

د سولې خبرو اترو د ټول شموله او په نهایت کې بریالي موډلونو سره په مطابقت کې، د افغانستان لپاره د عمومي هوساینې لید باید د شواهدو پر بنسټ ، ارګانیک یا عضوي او د ټولنو نه بیلیدونکو غړیو په توګه د خلکو هوساینې سره سم او د هیواد ګټو سره مطابقت ولري. په عمومي توګه، د اړتیا وړ لیدلوري باید په ټول هیواد کې  په مختلفو کچو د مدني بحثونو پایله وي.

د افغانستان د سولې بهیر نیمګړتیاوې په څو کچو کې د لاندې لارو په رامینځته کولو سره حل کیدی شي:

  • لمړی مسیر: د نامتو منځګړیو لخوا د لوړې کچې ډیپلوماتیک تعامل ترڅو جنګ جګړو اړخونو ته په متقابله توګه د منلو وړ وي. چې موخه یې دا وي چې د شخړې سوله ایزو حل لارو پیژندلو او د خبرو اترو پایلو تعریف لپاره د سیاسی ځواک په جوړښتونو اغیز وکړي.
  • دوهم مسیر: د شخړې اړخونو د مینه والو ترمینځ غیر رسمي تعامل دی. د دوی موخه “د عامه افکارو راجلبولو استراتیژیو جوړول او د بشري او مادي سرچینو تنظیم په داسې ډول چې کولی شي د شخړو په هوارولو کې مرسته وکړي.” دوهمه لار په پام کې نیول شوې ترڅو د هغو مشرانو تر مینځ پل وي څوک چې په لومړۍ لار کې برخه اخلي او د سولې په اړه د خلکو توقعات. دې لارې کې اکثرا هغه منځګړي لوبغاړي شامل دي کوم چې لازمي اوپه رسمي توګه د ښکیلو خواو پورې تړاو نلري.
  • دریم مسیر: په ولسي کچه ځایی ټولنو پورې اړوندو ښاریانو ترمنیځ ګډونتیا چې دجنګ ورځنئ اغیزی لکه اوبو، خواړو، کور، ګټه، ساتنې او امنیت ته لاسرسی لپاره هڅې تجربه کوي.

د افغانانو ترمینځ د سولې روانې خبرې اترې د سولې د لمړي مسیر استازیتوب کوي، پداسې حال کې چې دوهم او دریم مسیرونه شتون نلري. د افغانستان د سولې تړون پایښت لپاره، دوهم او دریم مسیر ډیپلوماسۍ، همدارنګه د ټولنې بیلابیلو قشرونو ښکیلتیا ته اړتیا ده.

مدني ټولنه، په پراخه مفهوم سره، کولی شي د افغانانو ترمنځ په خبرو اترو کې د دوهم او دریم مسیر په لاره اچولو سره د افغانستان د سولې پروسې لومړي مسیر د خلاصیدو او بشپړولو هڅو پرمختګ کې کليدي رول ولوبوي. وروسته له جوړیدو، دوهم او دریم مسیرونه باید د مدني ټولنې په واسطه د ریښتیني چوکاټ او میکانیزم په توګه د سولې خبرو اترو، افغانستان لپاره عمومي هوساینې  او منافعو په اړه بحثونو او خبرو اترو ته د فضا او فرصتونو را منځته کولو، هغې ته لاسرسی لپاره د یوې واحدې اجنډا ټاکلو، او د سولې په رسمی خبرو اترو کې ورته لاره هوارولو لپاره د لابی ګری او عدالت غوښتنې ترسره کول برقراره یا ثابت وساتل شې.

د ۲۰۲۰ کال د دسمبر په ۲۰ نیټه، د عامه پالیسیو لپاره د عدالت غوښتنې ملي کمیټې (NAC-PP)، خپلو غړو ته مراجعه وکړه ترڅو هغه اعلامیه لاسلیک کړي چې د سولې لپاره د ګډو هڅو، همکارۍ او زده کړو غوښتونکې ده. تر دې دمه ۲۵ مدني ټولنو دغه  اعلامیه لاسلیک کړې ده او دې ته ژمن دي چې د لمړي مسیر بشپړولو او د سولې لپاره دوهم او دریم مسیر پیلولو کې مرسته وکړي. 

راتلونکي قدمونه:

د سولې لپاره دا مجازی پرانستۍ بحث  دلابشپړلمړي مسیر او د افغانستان سولې پروسې د دوهم او دریم مسیر پیل په لوری د مدني ټولنې او نورو برخه والو هڅو پیاوړي کولو په موخه ترسره کیږي.

د دې موخې تعقیب لپاره، له ټولو برخه والو څخه غوښتنه وشوه چې د سولې ګډې اعلامیې لاسلیک په پام کې ونیسي او په ملي او نړیواله کچه  له راتلونکو مجازی  بحثونو څخه  خپل معنوی ملاتړ وړاندې کړي ترڅو د افغانستان  سولې پروسې په جریان کې متعدد برخه وال شامل او ښکیل کړي.

دې برنامه کې د پنل بحث معیارونو څرګندولو لپاره یوه وینا او د پوښتنې او ځواب برخې شاملې دي چې وروسته به ترسره شي.

د دې برنامې ویناوال:

  • ډاکټر امین احمدي – د سولې د خبرو اترو د هیئت غړی، د ابن سینا پوهنتون رییس
  • میرمن نرګس نهان – د کانونو او پټرولیم پخوانۍ وزیره – د سولې او ډیموکراسۍ لپاره برابرۍ موسسې بنسټ ایښودونکی
  • ډاکټر سیما ثمر – د افغانستان د بشري حقونو د کمیسیون پخوانۍ رئیسه او د منځګړیتوب په برخه کې د ملګرو ملتونو د عالي مشورتي بورډ غړۍ
  • ډاکټر عمر صدر – د پوهنتون استاد – د افغانستان امریکایی پوهنتون
  • ډاکټر سعید پرتو – د مطالعاتو رئیس –  د افغانستان د عامه څیړنو موسسه

مهرباني وکړئ د ۲۰۲۱ کال د جنوري تر ۱۲ پورې د لاندې لینک څخه راجستر کړئ

 : https://zoom.us/meeting/register/tJAufuqprTMuEtdbmSojChqhkzMttaFssXv3

د نورو معلوماتو لپاره ، تاسو پدې شمیره زنګ وهلی شئ: ۰۷۰۲۱۶۷۵۳۳