خبرونه

د سولې په لور
د سولې لپاره د بلخ غونډه
دوشنبه د ۱۴۰۰ کال د وري ۱۶

د سولې لپاره د بلخ غونډه، چې د ۱۴۰۰ کال د وري په ۱۶ نیټه ترسره کیږي، د غونډو یوه برخه ده چې د سیمې په کچه د فریدریشن ایبرت بنسټ (FES)، د افغانستان دعامه څیړنو موسسې (APPRO) او میدیوتیک افغانستان (Mediothek) په همکارئ او ګډونتیا له لارې د افغانستان په اووه سیمو کې ترسره کیږي. دا نوښت، چې دسولې په لور تر عنوان لاندې ده، د ۲۰۲۱ میلادی کال (۱۴۰۰ له وري – لیندئ) په لړکې به ترسره شي.

همدارنګه دا ناستې، ذینفعانو ته لاره پرانیزي ترڅو له یوبل سره خپلې تجربې شریکې کړي او د سولې په اړه خپلې اندیښنې او هیلې بیان کړي. سره له دې، ګډونکونکي به دا فرصت ولري چې د سولې سیمه ایز خنډونه او په هغو د برید یا حل لارې د نظرونو شریکولو او خبرو له لارې په ګوته کړي. د دې غونډو یا خبرو عمده موخه ”د هغوې په هستوګنځي کې “د ښاریانو یا وګړو د شاملولو له لارې د ټول شموله سولې له پروسې سره مرسته ده.

د بلخ د سولې غونډه د بلخ، سمنګان، سرپُل، جوزجان او فاریاب ولایتونو اوسیدونکي سره راغونډوي. د ګډونوالو مشاهدې او د هغوی د خبرو پایلې، چې د غونډې لنډیز په توګه لیکل کیږي او د تصویري رسنیو لخوا ثبت کیږي، په راتلونکو غونډو او خبرو کې د هیواد په کچه له ټولو ګډونکونکو او ذینفعانو سره شریک کیږي. په حقیقت کې د دې بحثونو لمړی پړاو د بحثونو دوهم پړاو لپاره موقع برابروي یا بنسټ جوړوي کوم چې د سږکال په مني کې به ترسره شي او په ترڅ کې به یې د افغانستان له بیلابیلو سیمو څخه په راپورته شويو نظرونو او لومړیتوبونو بحث او پرتله به شي چې په پایله کې له ټولو ټولنیزو ټولګیو څخه د ټول افغانستان د ښاریانو اړتیاوو په برخه کې د اوږدمهاله ټیکاو لپاره ګډ لید رامینځته کوي.

د سولې په لور پروگرام په اړه د لاجزیاتو لپاره، لاندنئ مبایل شمیرې / بریښنالیک سره اړیکه ونیسئ.

۰۷۷۷۰۱۱۸۴۷
m.ehsan.saadat@appro.org.af

۰۷۰۴۹۰۰۱۸۰
sadrudinzia@gmail.com