په ننګرهار، لغمان او کنړ ولایتونو کې د کوویډ- ۱۹پر وړاندې د دولت پر غبرګون څارنه

د ۲۰۲۱ په جنوری کې، اپرو د ملی دسترخوان پروګرام تر چتر لاندی د توزیع شویو کمکي بستو څارنې لپاره په کونړ، لغمان او ننګرهار ولایتونو کې یوه څیړنه ترسره کړه. د څیړنې موندنې ښیي چې ټاکل شویو ولایتونو کې د مرستو ترلاسه کوونکو په خپل سرې لیرې کول یا ړنګونه  او د کمکي کڅوړو یا بستو نسبتاْ لویه اندازه د خوراکي توکو بستو توزیع یا ویش کې ستونزې جوړونکي وو.په خپل سرې لیرې کول یا ړنګونه  لامل شوه چې یوشمیر خورا زیان منونکي کسان مرستې ترلاسه نه کړي، په داسې حال کې چې د کمکي کڅوړو لویې اندازې د توزیع یا ویشلو په پروسه کې ناوړه ګټه اخستنې او اختلاس لپاره فرصتونه برابر کړي دي.

لیکوال:   عبیدالله عبدی
د څیړنې سیمه:   حکومت کول