په لغمان، ننګرهار او کونړ واليتونو کې د کوويډ ۱۹ پر وړاندې د دولت پر ګامونو څارنه – د څارنې لومړۍ دوره

د ۲۰۲۰ کال په جولای کې،  APPRO یوه څیړنه ترسره کړه ترڅو د ننګرهار، لغمان او کنر ولایتونو کې د سمییزو چارواکو، په ځانګړې توګه د یادو ولایتونو ولایت مقام او عامې روغتیا ریاستونو په واسطه د کوید -۱۹  کمولو لپاره د حکومتي بودیجو او نړیوالو مرستو  تخصیص څرنګوالی او کارول وڅاري. دې څیړنې همدارنګه د کوید- ۱۹ د ډیریدونکي فشار سره مقابلې لپاره په کابل او یادو ولایتونو کې د تدارکاتو میتودونو مطابقت او داچې آیا تخصیص شوې بودیجه په شفافه توګه او په وخت سره د اړینو تجهیزاتو پیرلو او اړوندو خدماتو وړاندې کولو لپاره تادیه کیږي بررسی یا معاینه کړې ده.

د څیړنې سیمه:   حکومت کول