خبرونه

capture

له CFAC څخه د ګټې اخیستنې  له وروستي فرصت له لاسه مه ورکوئ او خپله ځنډېدلې مالیه او جریمه تصفیه کړئ!

د افغانستان د دولت د مالیې د بخښنې پروګرام د ۲۰۱۹ کال د دسمبر د میاشتې تر ۲۱ مې نېټې غځیدلی. د اداري فساد پر ضد د وګړو فورم (CFAC) هغو غیر دولتي او خصوصي موسساتو  ته وړیا تخنیکي او حقوقي مشورې وړاندې کوي کومې چې غواړي د مالیې وزارت د مالیې د بخښنې له پروګرام څخه په ګټه اخیستنه له کال ۲۰۰۱ تر ۲۰۱۷  پورې خپلې ځنډېدلې مالیې او جریمې تصفیه کړي.
د اداري فساد پر ضد د وګړو فورم(CFAC) لاندې چوپړتیاوې وړاندې کوي:

  1. د مالیې د فورمو ډکول، اړوند اسناد او دوسیې ترتیبول؛
  2. مالیې وزارت ته د تسیلموونکې دوسیې ټول اړین اسناد پوره کول؛
  3. له مالیه ورکوونکي سره تر مالیې وزارت پورې تلل او د اړتیا پر مهال هغه ته حقوقي او تخنیکي مشورې ورکول.

CFAC د اړتیا پر مهال وګړو ته د مالیاتو د پوه او د حقوقو د پوه له لارې چوپړتیا وړاندې کوي.
د CFAC مرسته به د افغانستان په حقوقي چوکاټ  د ننه وګړو ته وړاندې کېږي.

له CFAC سره د برېښنالیک، لاندې تڼۍ په کېکاږلو او یا هم د لاندې شمیرې له لیارې اړیکه ونیسئ: ایمیل: obaidullah.abdi@appro.org.af0787 226 747  : تلفون