زموژ تګلاره

په افغانستان کې د بیارغونې هڅې په ټولنیزې- فرهنګي تشې کې نه پېښیږي. په ټولو ټولنیزو پروسو کې، د بیارغونې پروسې او د هغوی محصولات تر ډېره د هغو رسمي او غیر رسمي بنسټونو متابعت کوي چې افغانستان د هغو له لارې ځان د یوه ملت په توګه تنظیموي. دغه بنسټونه یو په بل پسې د هغو افرادو، عامه او خصوصي ارګانونو ترمنځ اعمالو(action) او متقابلو اعمالو(interaction) ته بڼه ورکوي چې د بیارغونې په هلو ځلو کې برخه اخلي. دلته د بنسټ لغت په پراخه کچه هغو لارو ته د اشارې له پاره کارول کیږي چې متقابل عمل د اړیکو په مختلفو سطحو، د حکومتوالۍ په مختلفو اندازو او د سیاست او اقتصاد په مختلفو حوزو کې منځ ته راځي. د بنسټونو په اړه دغه تعبیر کې عادتونه، ارزښتونه، نورمونه او رواجونه او همدارنګه د حس کېدو وړ قواعد او مقررات هم شاملیږي.

د افغانستان سیاسي اقتصاد او د هغه د حکومتوالۍ سیسټم باید له وړاندې شته ننګوونکو، په پور اخستونکو او ځای پر ځای کېدونکو بنسټونو د محصول په توګه په پام کې ونیول شي. هېڅ شک نه شته چې دغه بنسټونه کولای شي تر ځانګړو شرایطو لاندې د اوږدې مودې په ترڅ کې بدلون وکړي. له دې سربېره، بنسټيز تغییر هغه مهال منځ ته راځي چې رامنځ ته شوی ثبات د عقایدو، نورمونو او رواجونو د اوسنۍ ټولګې له مخې تحلیل او مشروعیت څنډنې له پروسې سره مخ شي. په سیاسي اقتصاد کې، د مشروعیت څنډنې پروسه هغه مهال پیل کیږي چې سیاسي نظام خپل ولسي ملاتړ، سرچینې او عملي اقتدار له لاسه ورکړي. د مشروعیت څنډنې وروسته دورې کې د تغییر شرایط لکه په افغانستان کې له ۲۰۰۱ کال وروسته دوره، د داخلي او خارجي عواملو د یوځای کېدو په وسیله رامنځ ته کیږي او دا بیا په جمعي او تراکمي توګه د نویو قواعدو، نورمونو او ارزښتونو معرفي کولو ته مخه کوي تر څو د نویو یا شدیدا ً بدل شویو باورونو، نورمونو، آدابو او دودونو بنسټ کېږدي. له دې لیدلوري بنسټونه د متقابل ټولنیز او اقتصادي عمل او وخت له جیوپولیټیکي شرایطو څخه جلا نه دي. د افغانستان د عامه څېړنو موسسې تګلاره د بنسټ په اړه په افغانستان کې پر دغه تعبیر او انګېرنې ټینګ ولاړ ټولنیز تحقیق ته ژمنه ده.

د افغانستان د عامه څېړنو موسسې تګلاره د بنسټونو له عملیاتي معرفت سره مل بنسټیز تحلیل او د لاندې ټکو په کتنې سره په ټاکلو شرایطو کې پیل کیږي:

هغه کسان چې د پېژندلو وړ بېلګو له مخې د ځینو کارونو په سرته رسولو لاس پورې کوي.

هغه قواعد چې فعالیتونو ته د تکرار وړ ځانګړتیاوې، ثبات او د وړاندوېینې وړ ترتیب ورکوي، او

هغه دودونه او آداب چې دغه فعالیتونه او قواعد تشریح او توجیه کوي.

کارونه د کتنې او همدارنګه د تشخیص وړ دي. کولای شو قواعد کارونو ته د ترتیب او تکرار له مخې د نظم په ورکولو سره تشخیص کړو. په داسې حال کې چې د کارونو ترسره کوونکو کسانو او د هغوی پر فعالیتونو د څارونکو قواعدو تشخیص نسبتا ً اسانه کار دی، د ټولنیزو آدابو او دودونو په ګوته کول دېته په کتو څه نا څه ستونزمن کار ښکاري چې اوږدمهاله کتنې ته اړتیا لري او په یوه ټاکلي وضعیت کې ځای مومي. ټولنیز دودونه او آداب بیانوي چې ولې فعالیتونه ترسره کیږي، څه ډول له یو بل سره اړیکه نیسي او د قواعدو په بېلګو کې کوم شی مهم او کوم هغه اهمیت نه لري. د ټولنیزو آدابو او دودونو په پېژندلو کې سترګې د یوې فرعي او غوږونه د اصلي وسیلې په توګه عمل کوي.

له عملیاتي پلوه د افغانستان د عامه څېړونو موسسې څېړنیزه تګلاره په داسې حال کې چې یوه تاریخي او بیا تفسیر شوې(interpretive) تګلاره ده، له مهمو اطلاع رسوونکو کسانو سره د مرکو او تمرکز ډلې بحثونو په لړ کې له ژورو بحثونو څخه هم ګټه اخلي. د دغو بحثونو د موندنو سموالی په ټولو برخو کې د ثانوي مرکو، بحثي ناستو او د نظر غوښتنې د نورو بڼو له لارې سنجول کیږي.

دغه تګلاره له ټول شموله او استقرايي (inductive) مېتودونو سره مترادفه ده. په ټول شموله تګلاره کې نغښتې فرضیه دا ده چې د اجزاوو کلیت او هغه عناصر چې د معلوماتو د راټولولو، تجزیې او تحلیل له لارې له یو بل سره تلفیق کیږي، د جلا او مجزا عناصرو د جمع له حاصل څخه ستر دی. استقرايي تګلاره دېته اړتیا لري چې تر مطالعې لاندې پدیده یا وضعیت پرته له دې  وپېژندل شي چې زموږ پخوانۍ تمې د څېړنې پر شرایطو ور وتپل شي. له همدې امله، تر مطالعې لاندې وضعیت کې د تنظیموونکو بېلګو د تعریف له پاره اړتیا ده چې ټاکلې او پرانستې کتنې او مشاهدې ترسره شي. ټول شموله یا استقرايي تګلاره یوه متحرکه او پروسه محوره تګلاره ده چې په یوه ټاکلې زماني دوره کې پر واقعي پېښو، دوه اړخیزو اړیکو، پدیدو یا وضعیت باندې تمرکز لري.

په پورته یادو شویو کرښو کې د تحلیلي څېړنو سرته رسول دېته اړتیا لري چې د بنسټونو بشپر طیف په ګوته یا کشف شي او وروسته یې د مستند جوړولو یا ډلبندۍ له لارې بعدي تحلیل ته مخه وشي. نقشه کاږل (mapping) کولای شي په ټاکلو شرایطو کې د یوه بنسټ له کشف او تشخیص سره مرسته وکړي. د لومړني سوپ (primeval soup) پدیدې له شتون سربېره کوم چې د نقشې کاږلو په اکثریت پروسو کې منځ ته راځي، د نقشې کښلو پروسه د هغو بنسټونو د هراړخیز طیف د کشفولو له پاره چې د تاریخ په اوږدو کې تر مطالعې لاندې شرایطو باندې د اغېز کوونکي فرهنګ په ترڅ کې یې استقرار موندلی، له ځواکیز اهمیت څخه برخمن دی. د بنسټونو نقشه کښنه او ډلبندي د دې امکان را کوي چې د ځانګړو فعالانو ترمنځ د اړیکو ځانګړې مجموعې په ټاکلو شرایطو کې په خورا کره بڼه تر مطالعې لاندې ونیسو تر څو په ګوته شي چې بدلون ولې او څه ډول منځ ته راځي او آیا په ګوته شوې اړیکې او هغه بنسټونه چې له لارې یې دغه اړیکې ټینګیږي، کولای شي په هدفمندانه توګه د څېړنې د مقاصدو له پاره مشاهده او د پالیسۍ جوړونې له لیدلوري تر څارنې لاندې ونیول شي که نه.

د دې ډول څېړنې ترسره کولو له پاره اړتیا ده چې تر څیړنې لاندې موضوع ته نیږدې شو. د یوې زماني دورې له پاره فزیکي نیږدېوالی، ټولنیزو او فرهنګي ملاحظاتو ته په کتو د صمیمیت رامنځ ته کول او د محرم توب اصل د تجربي اطلاعاتو اعتبار زیاتوي. د افغانستان د عامه څېړنو موسسې ټولې څېړنیزې موندنې د دې له پاره چې د سختګیرۍ او کره توب له معیار څخه پیروي وکړي، د هغې پوهې پر وړاندې ازمویل او سنجول کیږي چې له شهودي (intuition) مېتودونو، تثبیت شویو او منل شویو تاریخي جریانونو څخه ترلاسه شوې ده.

د بنسټیز تحلیل په اړه د لا ډېرو معلوماتو ترلاسه کولو له پاره لاندې سرچینو ته ورشئ:

Neale, Walter C. 1987. “Institutions.” Journal of Economic Issues 21 (3): 1177–۱۲۰۶.

Parto, Saeed. 2005. “Economic Activity and Institutions: Taking Stock.” Journal of Economic Issues 39 (1): 21-52.

له موږ سره اړیکه ونیسئ: