اپرو په اړه

زموږ په اړه

د افغانستان د عامه څېړنو موسسه یو خپلواک ټولنیز ارگان دی چې «د ټولنیزې پوهې او له پالیسۍ څخه زده کړې» لوړونه تر پوښښ لاندې نیسي تر څو وکولای شي د ټولنیزو عملي څېړنو، د څارنې، ښوونې، سلا مشورې او ارزونې ترسره کولو له لارې په افغانستان او نورو لږ پرمختللیو هېوادونو کې د پرمختیايي او بیارغنیزو پروگرامونو له پیاوړتیا سره مرسته وکړي. دغه موسسه د افغانستان په اقتصاد وزارت کې د یوه غیر انتفاعي او نادولتي بنسټ په توگه ثبت شوې ده. د افغانستان د عامه څېړنو موسسې مرکزي دفتر په کابل کې دی او سیمه ییز دفترونه یې په مزارشریف (شمال)، هرات (لوېدیځ)، کندهار (سوېل)، جلال آباد (ختیځ) او بامیانو (مرکز) کې موقعیت لري. د افغانستان د عامه څېړنو موسسې او د هغې څېړونکو تر دې دمه په اروپا، منځنۍ آسیا، پاکستان، هندوستان، افریقا، چین او ترکیې کې یو شمېر پروژې پلې کړې دي.

دغه موسسه د APPRO-EUROPE سازمان بنسټ اېښودونکې هم ده. یاد سازمان یوه غیر انتفاعي شبکه ده چې په جګړه ځپلو سیمو کې عملي څېړنې، ښوونه، د پالیسیو له پاره حق غوښتنه، د پروژو او پروګرامونو ارزونه کوي. APPRO-EUROPE سازمان د اطلاعاتو او پوهې لېږدولو، مرسته رسونې او د مدني ټولنې هغو بنسټونو له پاره د حق غوښتنې فعالیتونو د یوه ترېبیون په توګه عمل کوي چې په لږ پرمختللیو هېوادونو کې د بنسټیزو حقونو او بشري حقونو پر موضوعاتو کار کوي.

د افغانستان د عامه څېړنو موسسه همدارنګه د عامه پالیسیو له پاره د حق غوښتنې ملي کمېټې(NAC-PP) د دارالانشاء په توګه هم عمل کوي چې دنده یې عبارت ده: د افغان وګړو اساسي اړتیاوو او بنسټيزو حقونو ته د دولتي چارواکو د پاملرنې جلبولو په موخه د مدني ټولنې په وسیله کارنده او اسنادو پر بنسټ حق غوښتنې اسانه کول.

د افغانستان د عامه څېړنو موسسه او APPRO-EUROPE سازمان د مرستو د شفافیت په نړیوال نوښت یا IATI کې هم ثبت شوي دي.

د افغانستان د عامه څېړنو موسسه او APPRO-EUROPE هڅه کوي چې ځانونه د پالیسۍ په برخه کې د څېړنو، عملي او پرمختللیو زده کړو او د جګړې د ننه او له جګړې وروسته چاپېریالونو کې د کره کتنیزې ارزونې په برخو کې د غوره او تخصص لرونکو ارګانونو په توګه تثبیت کړي.

د افغانستان د عامه څېړنو موسسې دنده د لږ پرمختللیو، په شخړو کې ښکېلو او له شخړو وروسته هېوادونو له پاره د پراختیايي پالیسۍ په اړه د کره کتنیزو خبرو اترو اسانه کونه ده. دغه دنده دوې برخې لري، لومړۍ برخه یې عبارت ده له: د بیارغونې د اوږدمهاله اهدافو پر وړاندې د پراختیايي بهیر او پرمختګونو د کچې سنجونه او په دې اړه د لیدلورو وړاندې کول چې څنګه کولای شو د ملي حکومتونو او د هغه د تمویلوونکو له خوا د ټاکل شویو اهدافو په لاره کې خپلو کړنو ته غوره توب وبښو. دویمه برخه ملي څېړونکو ته د روزنې او سلا ورکونې څخه عبارت ده ترڅو وکولای شي عملي څېړنې ترسره او د پالیسۍ جوړونې پر پروسې تمرکز لرونکې عملي ښوونې په وړاندې کولو او نړیوالو منل شویو معیارونو سره سمو ارزونو په سرته رسولو لاس پورې کړي. د افغانستان د عامه څېړونو موسسې د څېړنو او ارزونو موندنې په ټولو سطحو کې د پالیسۍ جوړونې پروسې د تشو ډکولو او څېړونکو، اکاډمیسینانو، پرېکړه کوونکو او پالیسۍ جوړونکو د روزنې په موخه خپریږي.

په لږ پرمختللیو او ځانګړې توګه هغو هېوادونو کې چې دا مهال جګړه تجربه کوي، د نا امنیو، د باوري او پر وخت ملي معلوماتو راټولونې له پاره د نا کافي بنسټیز ظرفیت او د سرشمېرنې د اطلاعاتو په ګډون د هغو مبنايي ارقامو(baseline statistics) د نه شتوالي په څېر دلایلو له امله جمعیتي بېلګو ته د لاسرسي نه شتوالی چې له تاریخي پلوه اهمیت لري، د کره کمي معلوماتو را ټولونې کار تر سیوري لاندې نیسي. د افغانستان د عامه څېړنو موسسه د دې له پاره چې وکولای شي دغه خنډونه د علمي دقت په رعایتولو سره له مخې لرې کړي، له مهمو اطلاع رسوونکو سره د مرکو او تمرکز ډلې بحثونو په څېر کیفي څېړنیزو مېتودونو څخه کار اخلي او په هغو برخو کې چې له سترو خنډونو سره تر مخامخېدو پرته جمعیت ته د لاسرسي او ترسیم امکان وي، د خپلو اطلاعاتي ټولګو د بشپړولو د کمي معلوماتو په راټولولو او کارونې لاس پورې کوي او تر ممکنه حده د دولتي ادارو او نورو سرچینو په وسیله له راټولو شویو کمي معلوماتو ګټه اخلي. د معلوماتو تجزیه او تحلیل په ټولو پړاوونو کې له سیمو، هېوادونو او نورو وضعیتونو څخه ترلاسه شویو تجربو په مټ زمینې ته په کتو ترسره کیږي. د لا ډېرو معلوماتو ترلاسه کولو له پاره زموږ لیدلوری برخې ته مراجعه وکړئ.

د افغانستان د عامه څېړنو موسسه د ګډو او لنډو(Cross- cutting) موضوعاتو لکه سیاسي اقتصاد، حکومتوالي، انساني امنیت، طبیعي سرچینو، د ژوندچاپېریال مدیریت  او مرستو د مؤثریت په اړه څېړنې ترسره کوی. د دغې موسسې کار سیاسي ترجیحاتو او دریځ ته له پام پرته د مدني ټولنې او دولتي سرچینو ترمنځ د دوه اړخیز ګټورو تعاملاتو پر بنسټ د غوره حکومتوالۍ په حوزه کې د خبرو او عمل په اسانه کولو تمرکز لري. په داسې حال کې چې د افغانستان د عامه څېړنو موسسه د خپلو فعالیتونو د ثبات له پاره له بېلابېلو ملي او نړیوالو سرچینو څخه د مالي مرستو په ترلاسه کولو تکیه لري، خو د دې ارګان د څېړنو موندنې او استلزامات په بشپړه توګه د تجربي اطلاعاتو د تحلیل له مخې دي. ټولې څېړنې په خپلواکه توګه د کره کتنیزو او رغنده خبرو اترو د فرهنګ لوړولو او تجربو شریکولو په موخه د هغو همکارانو ترمنځ ترسره کیږي چې د افغانستان او نورو هغو هېوادونو پر بیارغونې او پرمختګ ګډ تمرکز لري او د افغانستان د عامه څېړنو موسسه په کې شتون لري.

د پورته یادو شویو موضوعاتو په اړه څېړنې د دې ټکي په منلو سره سرته رسیږي چې د پالیسۍ جوړونې په هر چاپېریال کې د پالیسۍ حاصل (policy outcome) او پالیسۍ د اهدافو ترمنځ درځ شتون لری. د افغانستان د عامه څېړنو موسسې په څېړنیزه تګلاره کې دویمه ملاحظه دا ده چې د پالیسۍ ټول حاصل نوې ستونزې په ګوته یا رامنځ ته کوي چې باید د پالیسۍ د مداخلې له لارې او د عملي څېړنو په مټ تر څېړنې لاندې ونیول شي. د افغانستان د عامه څېړنو موسسه د پالیسۍ د حاصل او اهدافو ترمنځ د درځ کمولو د څرنګوالي په اړه د پوهې د تهداب پیاوړي کولو سره د مرستې په موخه د سازمانونو د نویو بڼو/ معرفي شویو او له پخوا شته / دودیزو بڼو ترمنځ د متقابلو اړیکو او تعاملاتو څېړنه کوي. په دې لاره کې د ځايي جوړښتونو او هغو تر ټولو غوره لارو پېژندلو او رسمولو ته ځانګړې پاملرنه کیږي چې د پالیسۍ حل لارې یې د دغه جوړښت په وسیله جذب او انتقالیږي. هغه موندنې چې له دغې تګلارې څخه په ګټنې له ټولنیزو څېړنو څخه ترلاسه کیږي، کولای شي په ډاګه کړي چې پالیسۍ څه ډول عمل کوي او ول.

د افغانستان د عامه څېړنو موسسه د عملي څېړنو او ارزونو له تجربو څخه په ګټنې د پالیسۍ جوړونې پروسې په تحرک، څارنې، ارزونې، د پالیسۍ جوړونې له پاره څېړنې او حق غوښتنې په برخو کې کار کوي. د دغې ټولې ښوونیزې دورې په اوږدو کې د پالیسۍ جوړونې پروسه د یوه ناپایه مارپېچي مسیر په توګه معرفي کیږي چې په کې د مختلفو فعالانو له پاره د ننوتلو ګڼ ټکي شتون لري تر څو د پالیسۍ جوړونې پروسې پر تحرکاتو او مسیر کې نفوذ وکړي. د لا ډېرو معلوماتو ترلاسه کولو له پاره د ښوونې برخې ته مراجعه وکړئ.