By: appro-admin
No Comment
1,748 views

افغاني ښځې او د امنیتي واکونو د ليږد بهير

April 5 2015
Share

ليکونکی: محمد احسان سعادت او زرغونه صیفی

د افغانستان د عامه څيړنو د موسسې څيړونکی

دا مقاله د وروستئ خپری شوی مقالئ ژباړه ده چی د افغانستان د عامه څیړنو موسسی دڅیړنیزو پروژو آمر محمد احسان سعادت په واسطه لیکل شوی وه

xxx

سريزه

له بهرنيو ځواکونو څخه افغاني ځواکونو ته د امنيتي واکونو د ليږد بهير، د افغانستان حکومت، په جګړه کې ښکيل هيوادونو او رسنيوته يو له تودو بحثونو څخه و. دا بهير د۱۳۹۰هـ.ش کال د وري په مياشت کې پيل او د ۱۳۹۳هـ.ش کال د ليندۍ په مياشت پای ته ورسيد. کله چې له بهرنيو ځواکونو څخه افغاني ځواکونو ته د امنيتي واکونو دليږد د بهير طرحه په نظر کې ونيول شوه، د عادي ښاريانو، حکومتي مسوولينو او بهرنيانو په ذهنونو کې مختلفې نظريې او پوښتنې پيدا شوي.

xxxxxx

د دې مقالې موخه په تيرو ۱۳ کلونو کې د ښځو په لاسته راوړنو د امنيتي ليږد د اغيزو په اړه لاندې پوښتنو ته ځواب ورکول دي:

۱- آيا د ليږد بشپړتيا څخه وروسته به افغان ځواکونه په افغانستان کې د امنيت د ټينګولو پياوړتيا ولري؟

۲-آيا د نړيوالو ځواکونو څخه ملي ځواکونو ته دامنيت د ليږد بهير به ديوې تيرې لسيزې لاسته راوړنې له خطر سره مخامخ کړي؟

۳- آيا د ښځو د حالت د ښه والي په برخه کې به د افغانستان د حکومت او خلکو لاسته راوړنې له ننګونو سره مخ شي؟

xxxxx

دا او داسې نورې  پوښتنې په تيرو دريو کلونو کې د ډير يو افغانانو او بهرنيانو په ذهنونو کې مطرح وې. د افغانانو په ژوند کې له بهرنيو ځواکونو څخه افغاني ځواکونو ته د امنيتي واکونو دليږد د اغيزې په څيړنه کې بيلابيلې سناريو ګاني مطرح وې. د APPRO  په وسيله د دوه کلنې څارنې او بيلابيلو څيړنو موندنې راښيي چې د واکونو ليږد د افغانستان د خلکو په ژوندانه کې مثبتې او منفي اغيزې درلودې. دا مقاله د افغانستان په ۱۲ ولايتونو کې د امنيت د ليږد انځور دی.

xxxxx

دوه نيم کاله چې د امنيتي واکونو د ليږد پروسه په پلي کيدو وه، د افغانستان حکومت او خلکو ته ډير ستونزمن وخت و. په دې موده کې د افغانستان خلک په خپل هيواد کې د ډيرو عمده بدلونونو او ستونزو شاهدان وو. د افغانستان د حکومت، امريکا او ناټو ترمنځ د امنيتي تړون په لاسليک کې ځنډ، د افغانستان د حکومت او خلکو لپاره د بهرنيو مرستو کمښت، د ولسمشريزو ټولټاکنو دوه پړاوه کيدل، د ټولټاکنو په اړوند ناندرو او لانجو، اقتصادي بحران، په ډيريو ولايتونو کې د ناامنيو زياتوالي، د نارينه وو او ښځو لپاره د کار کموالي، د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي زياتوالي، په ډيريو حکومتي ادارو او په ځانګړي توګه په عدلي او قضايي ارګانونو کې د اداري فساد زياتوالي، د جنايي جرمونو زياتوالي، د ملي وحدت د حکومت د کابينۍ په اعلان کې ځنډ، د امنيتي واکونو د ليږد بهير له  ژورو ننګونو سره مخامخ کړ. د افغانستان په دغه حالت کې د ټولو ستونزو او انديښنو له ډکو حالاتو سره سره، د امنيتي واکونو د ليږد بهير بي له کومي ژوري ننګونې او دمې په ټاکلې موده کې پای ته ورسيد. د افغانستان امنيتي ځواکونو د بين المللي ځواکونو په ملاتړ وکولای شوای  چې امنيتي وضع تر خپل کنترول لاندې ونيسي.

xxxxx

دا لنډه مقاله د افغانستان د عامه څيړنو د موسسې په وسيله د څيړنيزو او څارنيزو موندنو لنډيز دی.

د دولسو ولايتونو په بيلابيلو حوزو کې د امنيت ليږد د بهير اغيزې په ښځو باندې په لاندې ډول وړاندې کولای شو:

xxxxx

۱. عمومي امنيت:

په تيرو دوو نيمو کلونو کې د امنيتي بهير د ليږد په سرته رسيدو سره، امنيتي وضع په ځينو ولايتونو کې لاښه شوې او په ځينو ولايتونو کې بدتره شويده. همدارنګه په يو شمير ولايتونو کې عمده بدلونونه نه دي رامنځته شوي. دهرات، هلمند، ننګرهار، کندز، باميان، پروان، کابل، بدخشان ولايتونه د امنيتي وضعي دلا خرابوالي شاهدان دي. د کندهار او لغمان د ولايتونو امنيتي وضع د بین المللي ځواکونو شتون د مودي په پرتله ښه شوي ده. دسمنګان د ولايت دامنيتي وضعي څارنه راښيي چې د څارنې په دريم پړاو (می۲۰۱۴)، امنيتي وضع په دې ولايت کې خرابه شوي وه، خو د څارنې په پنځم پړاو کې (جنوري۲۰۱۵) دياد شوي ولايت امنيتي وضع ښه شوه. له بيلابيلو اشخاصو او بنسټونو سره څيړنې او مرکې ښيي چې د ميشته امنيتي پوځي ځواکونو د تجهيزاتو کموالی، دامنيتي ځواکونو پر وړاندې د دولت دمخالفينو مبارزې او د بريدونو په ستراتيژۍ کې بدلون، د افغانستان د پوځي ځواکونو ترمنځ د همغږی نه شتون، د افغانستان له سياسي حالت نه مشخص کيدل او د اقتصادي ستونزو له امله د وسله والو مخالفينو له لوري د سرتيرو په حيث د ځوانانو جذب، په پورته ذکر شويو ولايتونو کې د ناامنيو لامل ګڼل شوی. څيړنيزې موندني ښيي چې د کندهار او لغمان په ولايتونو کې د امنيت ښه والي، دافغانستان شمالي او شرقي ولايتونو ته د وسله والو مخالفينو ډير پام سره اړیکه درلوده. همدارنګه په لغمان ولايت کې له پوليسو سره د خلکو همکاری، د محلي پوليسو شتون او له دولتي او غير دولتي مسوولينو سره مشورو هم د امنيت په ټينګيدو يا ښه والي کې مرسته کړي ده.

xxxxx

څيړنيزې موندنې، د سيمه ييزو مخورو او امنيتي مسوولينو سره مرکې ښيي چې د امنيتي واکونو دليږ د بهير د پيل په پرتله، د افغانستان د پوځي ځواکونو فعاليتونه او کړنې هم لاښه شوي دي. دغو ځواکونو هم د خلکو اعتماد او اعتبار خپل کړی او همدارنګه له خلکو سره د دوی چلند مسلکي شوی دی. د امنيتي واکونو دليږد له بهير سره يوځای د افغان پوځي ځواکونو مرګ ژوبله زياته شوي ده. د افغان پوځي ځواکونو د مرګ ژوبلې په زياتي کې بيلابيل لاملونه اغيز لرونکي دي، خو د تجهيزاتو يا وسلو کموالی او د واکونو پراخوالی د افغان پوځي ځواکونو د مرګ ژوبلي د زياتيدو عمده لاملونه دي.

xxxxx

د څيړنيزو څارنو موندنې ښيي چې له خلکو سربيره  بيا له  ښځو سره د افغان ځواکونو د چلند په اړه د خلکو د رضايت کچه لاښه شوي ده. مدني بنسټونه، د سيمي مشران او ميرمني دامنيتي ځواکونو د چلند او فعاليتونو ستاينه کوي. د امنيت مسول مقامونه، دسيمې مشران او ډيرې مرکه کيدونکي د افغان پوځي ځواکونو ښوونې او روزنې ته د پاملرنې او په مدرنو وسلو دسمبالولو غوښتونکي دي.

xxxxx

۲. عمومي ژوند او کار ته لاسرسۍ:

زيات شمير بهرني پوځي ځواکونه او بهرنۍ موسسې له افغانستان نه وتلي دي او يو شمير نور يې د وتلو په حال کې دي. همدارنګه  افغانستان ته د بهرنيو مرستو کموالی په هيواد کې د کارونو د کميدو باعث شوی. د امنيت دليږد په بهير کې په دولتي او غيردولتي بنسټونو کې د ښځو شتون په تدريج سره ټيټ شوی او ميرمنې نشي کولای د کورنۍ د اقتصاد په پياوړتيا کې اساسي نقش ولوبوي. دڅيړنيزو ريپوټونو موندنې ښيي چې د کار کموالي، د بهرنيو پوځي ځواکونو وتلو، د بهرنيو مرستو کموالي، له هيواده د مرستندويه موسسو وتلو، سياسي بحران په هيواد کي د کورنيو او بهرنيو پانګونوله کموالي سره اړيکي لري. همدارنګه د ښځو په اړوند د پروژو کموالی هم د ښځو د بيکاری د کچې د لوړوالي لامل ګنل کيږي. بيکاري د امنيتي ليږد د بهير په پيل کي لږ احساس کيده، خو د مودو په تيريدلو سره د مسووليت د ليږد د څارنې په هر پړاو کي د ليږ اغيزو د ميرمنو د کار په کموالي کې زياتوالی راوست. مرکه کيدونکو ټينګار درلود چي بيکاری په ځينو ولايتونو کې د ناامنيو، تاوتريخوالي، جنايي جرمونو، معتادينو، مهاجرتونو، په سړکونو او کوڅو کې د ښځو د ځورونو د زياتوالي اوله وسله والو مخالفينو سره د ځوانان  ديوځای کيدو لامل ګرځيدلي ده. په څو تيرو مياشتو کې په وزارتونو کي د تقرر دبنديدو بهير هم په هيواد کې د بيکاري کچه په تيره بيا د ښځو لپاره لوړه کړيده.

xxxxx

۳. ښوونې، روزنې او روغتيا ته لاسرسۍ:

څيړنيزې موندنې ښيي چې د امنيتي واکونو دليږد د بهير په لومړي کال کې د معارف او روغتيا په بنسټيزو څانګو کې جدي بدلولونه رامنځته نشول، خو د۲۰۱۳ميلادي کال له پيل نه وروسته د معارف او روغتيا په برخه کي هم بدلولونه وليدل شول.

xxxxx

معارف: په اکثره ولايتونو کې چې د څارنۍ لاندې وو، له خلکو سره ښوونځيو ته د ماشومانو د استولو يا شامليدو مينه او علاقه دبين المللي ځواکونو د شتون د مودې په پرتله زياته شوي ده، مګر امنيتي ستونزې، دښوونځيو نه شتون يا لريوالی، د ښځينه معلمينو کموالی اود درسي کتابونو کموالی ښوونې او روزنې ته د زده کوونکو دلاسرسۍ پروړاندې بنسټيز لاملونه دي. سره له دې ميندې او پلرونه هڅه کوي چې خپل ماشومان ښوونځيو ته واستوي. په همدې دليل د ليږد په موده کې د ښوونځيو د کيفيت په ښه والي کې بدلولونه راغلي دي، همدارنګه د ليږد بهير په معارف کې هم منفي اغيزې درلودلي دي. همدا راز کولای شو ښوونځيو او د سواد د زده کړو کورسونو ته د بهرنيو مرستو بنديدل يا کميدل د ځينو تعليمي او تربيتي موسسو د دروازو تړل په ګوته کړو.

xxxxx

د کندز، هلمند، ننګرهار او پروان په ولايتونو کې د ناامنيو زياتوالی په ښوونځيو کې د نجونو د غيرحاضری د زياتوالي لامل شوی دی. ښوونځيو ته د ماشومانو د استولو په هکله د ميندو او پلرونو اندښني زياتي شوي، حتی ځيني کورنۍ نجونۍ ښوونځيو ته له تلو ايساروي، همدا راز په ځينو ولسواليو کې د ناامنيو له امله د انجونو او هلکانو ښوونځي تړل شوي دي.

xxxxx

روغتيا: دامنيت د ليږد بهير په روغتيايي وضعيت هم اغيزط اچولي دي.موندني ښيي چي له ۲۰۰۱ميلادي کال له  په دې خوا  د روغتيا په برخه کي دښځو دعامه پوهاوي او لاسرسي صحي مرکزونو ته زيات شوي دي.دميندو دمړينې کچه په ټولو ولايتونو کي ټيټه شوي ده.،خو دامنيت د ليږد بهير، د دوا کموالی،  له مريضانوسره دصحي کارکونکو نا مناسبه چلند ، په روغتيايي مرکزونوکې د اداري فساد شتون، صحي مرکزونو ته د ناروغانو له حده زياته مراجعه او دکلينکونو دليري والي لامل ګرځيدلی دی. څيړنيزې موندنې ښيي چي د دې ستونزو اصلي او بنسټيز لامل په هيواد کې سياسي بحران دی او د امنيتي واکونو دليږد بهير په مخامخ  ډول اثر کوونکی ندی، خو د بهرنيو پوځي ځواکونو تر وتلو وروسته، ډير کلنيکونه او روغتيايي مرکزونه چې د بهرنيانو له خوا اداره کيدل، وتړل شول او د سيمې اوسيدونکي له هغو صحي مرستو بي برخې شول. د بهرنيو پوځي ځواکونو د وتلو او امنيتي واکونو د ليږد تربهير  وروسته مالي مرستې له کلينکونو سره کمي شوي دي او دروغتيايي مرستود رسولو فعاليتونه يې محدود کړي دي.

xxxxx

د امنيتي ليږد د بهير يوه مثبته اغيزه دا وه، هغه خنډونه چې په لويو لارو کې روغتيايي مرکزونو ته د ناروغانو د تګ راتګ په موده د بين‌المللي ځواکونو له خوا شتون درلود له منځه ولاړل او ناروغان په اسانی سره کولای شي روغتيايي مرکزونو ته لاسرسی ومومي.

xxxxx

۴. عدالت ته لاسرسی:

عدالت ته دخلکو لاسرسی د ۲۰۰۱ ميلادي کال په توپير اساسي ډول بدلون کړی دی. عدالت ته د خلکو د حقوقي پوهاوي لوړيدل د خلکو د لاسرسی په کچه کې بنسټيزې اغيزې درلودلي دي. عدالت ته د ښځو لاسرسی د مودي په تيريدو زياته شوی، خو د امنيتي واکونو ترليږد او سياسي بحران نه وروسته عدالت ته لاسرسی له ډول ډول ننګونو سره مخامخ شوی دی. عدالت ته ترليږد وروسته د ښځو د لاسرسي کچه په ځينو ولايتونو کې ټيټه شوي ده چې لاملونه يې د اداري فساد شتون، د ځينو حقوقي بنسټونو تړل کيدل. همدا راز د ښځو په هکله په خپلو ژمنو د مرکزي حکومت نه ودريدل ګڼل شوي دي، خو وروسته له دې چې د ملي وحدت حکومت نوي ولسمشر په کار پيل وکړ، په دې بنسټونو کې اداري فساد تر يو حده کم شوی او په ډيريو څارل شويو ولايتونو کې له ښځو او سړيو سره د څارنوالانو او قاضيانو چلند ښه شوی دی.

xxxxx

په عدلي او قضايي برخه کې د افغانستان حکومت له ۱۳ کلنو لاسته راوړنو سره سره، د ښځو ډيرې قضيې د قومي مشرانو او قومي جرګو له لارې حل کيږي. په دې ورستيو کلونو سربيره بيا له ۲۰۱۴ ميلادي کال په دې خوا د پوليسو ارګانونو، د ښځو چارو رياست او حقوقي بنسټونو د زياتو کړنو او د ښځو دلا پوهاوي له وجهې، ميرمنې هڅه کوي چي خپلې قضيې د حقوقي بنسټونو له لارې حل کړي. خو د کورنيو له خوا خنډونه، بيسوادي، ټولنيز دودونه او د ښځو د پوهاوي ټيټه کچه تراوسه هم هغه ننګوني دي چې د ښځو پر وړاندې شتون لري.

xxxxx 

۵. د ښځو په وړاندې تاوتريخوالي:

 په تيرو ۱۳ کلونو کې د ښځو په وړاندې تاوتريخوالي قضيو ته د بين‌المللي ټولنې او د افغانستان د حکومت له زياتي پاملرنې سره سره، څيړنيزې موندنې ښيي چې د امنيت ليږد بهير په دوو نيمو کلونو کيې، د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي کچه زياته شوي ده چې د تاوتريخوالي د زياتيدو لاملونه په لاندي ډول دي:

له خپلو حقوقو نه دښځو د پوهاوي لوړوالی

– عدلي، قضايي او حقوقي بنسټونو ته د ښځو د لاسرسي زياتوالی

– د رسنيو له لورې د اسلام  له ديني اصولو او کلتور سره د خلاف سريالونو خپريدل

 – دښځو له حقوقو نه د نارينه يا سړيو د پوهاوي د کچې کموالی

– نوي تکنولوژی (مبايل او اينترنت) ته لاسرسی او له هغې نه ناوړه استفاده

– اقتصادي نه پياوړتيا او د کار کموالی

– بهرنيو هيوادونو ته د ځوانانو هجرت

– په مخدره توکو د ځوانانو اعتياد

– په ټولنه کې ناوړه عنعنې او دودونه

xxxxx 

امنيتي واکونو ليږد د ښځو په وړاندې تاوتريخوالي په زياتوالي مخامخ اغيزې نه درلودې، خو د بهرنيو ځواکونو تروتلو وروسته، د حقوقي بنسټونو فعاليت او کړنې کمې شوې او مدافع وکيلانو ته د ښځو لاسرسی محدود شوی دی. په عين وخت کې په ځينو ولايتونو کې د قانون نه پلي کيدل، له بند څخه د ښځو د حقوقو د نقض کوونکو خوشي کيدل، د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي زياتوالی نور لاملونه دي. په هغو ولايتونو کې چي څارنه ترسره شوي خلکو د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي د دې ډولونو يادونه کړي ده: فزيکي تاوتريخوالی، کورنی تاوتريخوالی، جبري ودونه، په وړکتوب کې ودونه، بدل، جنسي تيري، وژنه، ځان سوځونه، له تحصيل څخه ايسارول، دوستانو له کورونو څخه ايسارول، څو ودونه، د ميراث د حق نه ورکول، طلاق، له کوره تيښته، لفظي تاوتريخوالي. ډير فزيکي تاوتريخوالی او جبري ودونه دي. په دې وروستيو کې د باميانو په ولايت کې ځان وژنه زياته ليدل شوي ده.

xxxxx

۶. ښځی او د سولې پروسه:

ښځې له مخالفينو سره په سوله او د سولې په ټينګښت کې موافقې دي، مګر د سولې د پروسې په هکله انديښنې لري او په دې باور دي چې که مخالفين له دولت سره سوله وکړي کيدای شي د ښځود ۱۳ کلونو لاسته راوړنې له منځه ولاړي شي. ښځې انديښنه لري چې له ښوونې او روزنې نه به وروسته پاتي شي او بيا به دوی ته اجازه نه ورکول کيږي چې په دولتي او غير دولتي بنسټونو کې کار وکړي. ښځې هيله لري چې سوله بايد د ځانکړو شرطونو په نظر کې نيولو سره ترسره شي او مخالفين بايد دافغانستان اساسي قانون حکمونه، په تيره بيا د ښځو اساسي حقوق ومني.

xxxxx

د پلي شويو څيړنو پر بنسټ، ښځې دسولې په بهير کې مهم نقش درلودلی شي، د بيلګې په توګه، ښځې کولای شي په کورني چاپيريال کې خپل ماشومان د سولې او تاوتريخوالي نه ليري وروزي، همدارنګه ښځې وايي چې هغوی کولای شي د مخالفينو د کورنيو له خويندو، ميندو او ښځو سره د سولې په هکله خبري وکړي.

xxxxx

په تيرو دوه نيمو کلونو کې په سياسي پروسه کې د ښځو مينې او ګډونتيا مثبت بدلونونه رامنځته کړي دي. ښځي هڅه کوي چې ځانونه پارلمان، سنا، ولايتي شورا او محلي شورا ګانو ته کانديد کړي، سره له دې چې  په وروستي کال کې د ښځو ونډه په ولايتي شورا کې د ۲۵ سلنې څخه ۲۰ سلنې ته ټيټه شوي او د مخورو ښځو امنيت د دولتي ارګانونو له خوا جدي نه نيول کيږي، بيا هم ښځې کوښښ کوي چي په سمينارونو، ورکشاپونو او دولتي يا غير دولتي غونډو او د هيواد د ابادی او سولي ته د رسيدو په هکله په  تصميمونو کې ګډون وکړي.

xxxxx

پايله :

په تيرو دوه نيمو کلونوپه مختلفو برخو کې د ښځو د موقعيت د څارنې موندنو ته په پاملرني سره کولای شو دا پایله واخلو چې، د۲۰۱۳ميلادي کال پای کې د افغانستان امنيتي وضع مخ په خرابيدو ولاړه. د امريکا متحده ايالاتو او ناټو سره د امنيتي تړون نه لاسليک، دافغانانو انديښنې۲۰۱۴ميلادي کال د راتلو له امله او د ملي امنيت د واکونو بشپړ ليږد له بهرنيو ځواکونو څخه افغاني ځواکونوته، ولسمشريزې ټولټاکنې او د نوي حکومت د کابينې نه اعلانيدل د امنيت په برخه کې منفي اغيزې پرې ايښي دي.

xxxxx

 په هيواد کې د دغو بدلونونو، سياسي بحران او نا امنيو له وجې ډيرې مرستندويه موسسې وتړل شوي، بهرنيو او افغاني پانګوالو پانګه اچوني بندي کړي، مګر سره له ټولو احتمالي سناريو او خطرونو چې د افغانستان لپاره دوړاند وينې وړ وي، اوس مهال وضعيت د اميدواری وړدی حتی په ځينو مواردو کې وضعيت مخ په ښه کيدو دي. د نوي حکومت له را منځته کيدو سره نوي اميدواری خلکو ته پيدا شوي او له دې موقعيت او اميدواري نه استفاده د افغانستان دبيارغونې په پروسه کې  به مهم ګام وي.

xxxxx

د ډيرو معلوماتو لپاره دافغانستان دعامه څيړنو دموسسې په  ويبسايت   HYPERLINK “http://appro.org.af/publications//”http://appro.org.af/publications//  کې د امنيت دليږد بهير او اغيزې يې دښځو په وضيعت دڅارني رپوټونو ته مراجعه وکړي.

Share